مشرانو جرګې افغانستان کې د جګړې د پای او سولې په اړه سعودي عربستان کې د افغانستان په ګډون د ۳۷ اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د جوړېدونکې غونډې هرکلی وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې غړو نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه په عمومي غونډه کې و ویل سره له دې چې دا غونډه ډېره وروسته جوړېږي خو بیا هم تمه ده، چې ګټوره تمامه شي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال چې د جرګې ریاست یې په غاړه درلود و ویل«موږ تمه لرو چې د اسلامي نړۍ دیني عالمان د سعودي عربستان په کېدونکې غونډه کې د اسلام له اساساتو سره سم په افغانستان کې د جګړې د نارواتوب فتوا صادره کړي.»
دغه راز ښاغلي ایزدیار یوې بلې ستونزې ته هم نغوته وکړه، او ویې ویل د عربي هېوادونو یو شمېر شېخان د ترهګرو ډلو تراغېز لاندې راغلي او د هغوی سره مرستې کوي، چې په یاده غونډه کې باید دغه موضوع ته هم جدي پاملرنه وشي او د افغانستان له جګړې سره هر ډول مرسته نامشروع وبلل شي.
د مشرانو جرګې د نن ورځې رییس زیاته کړه، چې د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کېدو له پاره خورا مهمه او اړینه ده.
د مشرانو جرګې یو بل تن غړي محی الدین منصف چې په سعودي کې د افغانستان د سولې په تړاو د دیني عالمانو غونده طالبانو ته د جګړې مجال نه ورکوي او دوی نور باید وسله په ځمکه کېږدي او سوله وکړي.
د جرګې بل غړي محمد حسن هوتک و ویل که څه هم طالبانو په دې غونده کې خپل ګډون رد کړی خو په وینا یې دا غونډه به ډېرې مثبتې پایلې ولري او د جګړې په لیکو کې به ډېر سوړوالی راولي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان په ګډون د ۳۷ اسلامي هېوادونو دینی عالمان به سبا د روان میلادي میاشتې په ۱۰ مه او ۱۱ مه د سعودي عربستان په کوربتوب په جده ښار کې تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني