د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د سولې په اړه د امریکا دریځ همغه پخوانی دریځ دی او طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون دوشنبې د چنګاښ ۲۵ مه نیویارک ټایمز ورځپانې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې د ټرمپ ادارې دیپلوماتانو ته دنده سپارې، چې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو له پاره زمینه برابره کړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د افغان سولې په اړه د امریکا دریځ همغه پخوانی او هغه دا چې طالبان دې د افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي اصل خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي، خو امریکا د دغه بهیر ملاتړ کوي او اسانتیاوې به رامنځ ته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم ویلي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل