د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، روان ۲۰۱۸ م کال د افغان خبریالانو له پاره تر ټولو خونړۍ کال او ۲۲ خبریالانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولینو دغه څرګندونې نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې.
دوی په دغه غونډه کې د خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور وړاندې کړ او ویې ویل، چې روان میلادی کال تر اوسه پورې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوې دي.
د یادې کمېټې مشر نجیب الله شریفي په خپلو خبرو کې و ویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د کمېټې د چارواکو په وینا دا پېښې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله له خبریالانو سره شوی تاوتریخوالی ۲۲ سلنه لوړ ښيي او دا کال د دوی له پاره تر ډولو خونړۍ کال وو.
شریفي زیاته کړه، چې د خبریالانو د قتل د پيښو تر څنګ، کمېټې د سپکاوي او ناوړه چلند ۱۹، د وهلو ډبولو ۱۴، د ټپي کېدو ۱۱، د ګواښلو ۲۸، د نیولو او احضار ۵ او له رسنۍ څخه په ناقانونه توګه د شړلو ۱ پیښه ثبت کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، په ۳۷ سلنه پېښو کې داعش او وسله وال طالبان ګرم بللي او ویلي یې دي، چې په کې اکثره د خبریالانو د وژلو او ګواښلو پېښې شاملې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل