د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غوندې په غبرګون کې وايي، سوله د افغانستان مالکیت دی او باید د افغانانو په مشرۍ وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن دوشنبې د وږي ۵ مه یې د کابیني په غونده کې خبرې کولې د طالبانو له خوا د اوربند ردېدلو تر څنګ و ویل، چې افغان حکومت لا هم د سولې هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت د افغانستان د خلکو د غوښتې او ارمان په آساس اوربند اعلان کړ، خو په خواشنۍ چې طالبانو دغه اوربند ته د نه ځواب ورکړ.
د هغه په وینا که څه هم طابانو اوربند رد کړی دی، خو افغان دولت لا هم د سولې په هڅه کې دي او په قوت سره د سولې د ټینګښت له پاره کار کوي.
ښاغلي عبدالله د مسکو غونډې ته په اشارې سره و ویل، چې افغان دولت د سولې له پاره د هرې هڅې او هر هېواد د مرستې هرکلی کړی او کوي یې خو په وینا یې سوله د افغانستان مالکیت دی او باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې سوله د افغانستان د خلکو لومړنی او لوی ارمان دی او دولت په مسکو کې د سولې په تړاو غونده په دقت سره څاري.
عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشت څلورمه مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونده جوړه شي.
دغه غوندې ته د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ګډون د سیمې او نور نړیوال هېوادونه له چین، هند، امریکا او دغه راز د طالبانو استازي هم ورغوښتل شوي، خو امریکا او افغانستان په دغه غونډه کې له ګډون څه انکار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل