غزني او فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

7 سنبله 1397 ساعت 13:16

د هېواد ملي دفاع وزارت غزني او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


د هېواد ملي دفاع وزارت غزني او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د وږي ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات پرون د غزني په اندړو او د فاریاب په کوهستانات ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د غزني په اندړو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسله وال وژل شوي، پنځه ټپیان، له چاوېدونکو توکو ډک یو عراده موټر او دوه موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرياڼه زیاتوي، چې د فاریاب په کوهستانات ولسوالۍ کې د بیا د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي، ۱۵ ټپیان، دوه تنه اسیر او د طالبانو پنځه عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com