ملي امنیت کابل کې د داعش ۲۶ غړي نیولي دي

27 سنبله 1397 ساعت 13:39

د ملي امنیت سرچینې وايي، ملي امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې ۲۶ غړي نیولي دي.


د ملي امنیت سرچینې وايي، ملي امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې ۲۶ غړي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه داعشیان نن سه شنبې د وږي ۲۷ مه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه شمېر داعشیان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي داعشیان د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو کابل ښار ته د محرم په مراسمو کې د ځانمرګو بریدونو په هدف راوستل شوي وو.

سرچینه وايي چې دغه وسله وال د عبدالله په نوم کس لخوا رهبري کېدل چې هغه هم نیول شوی دی.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com