هرات کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده

1 میزان 1397 ساعت 12:28

سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې یوه ۱۷ کلن ځوان ځان په دار ځړولی او وژلی یې دی.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ولایت کې یوه ۱۷ کلن ځوان ځان په دار ځړولی او وژلی یې دی.

پېښه د هرات ولایت په مرکز د باغ نظرګاه په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د ملکي روغتون ډاکتر عارف جلالي جمهور آژانس ته و ویل، چې د دغه ځوان جسد روغتون ته وروړل شوی دی.

نوموړي و ویل، چې دغه ځوان ځان په پړي راځړولی او وژلی دی.

خو دا چې دغه ځوان ولې ځان وژنه کړې تر اوسه یې لامل نه دی معلوم شوی او نه هم پولیس چارواکو په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 108509

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com