۰

یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د کویټ له ورغلي پلاوي نه غلا کړې ده

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۰
راپورنه وايي، د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي له کویټ نه د ورغلي پلاوي د مشر بکس او جېبي بکسه پټه کړې ده.
یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د کویټ له ورغلي پلاوي نه غلا کړې ده
راپورنه وايي، د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي له کویټ نه د ورغلي پلاوي د مشر بکس او د جېبي بکسه پټه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کویټي پلاوي د مشر بکسه او د پیسو بټوه هغه وخت ورک شول چې نوموړی د پاکستان د اقتصاد وزارت له چارواکو سره په خبرو بوخت وو.

راپور زیاتوي، له ملاقات څخه وروسته د کوېټ د پلاوي مشر وویل، بکسه او بټوه یې غلا شوي، چې د مجلس برخه والو د هغه په خبره سخت ټکان وخوړ.

د پاکستان د جیو نیوز تلوېزیون په ویب سایټ خپاره شوې راپور کې ویل شوي، چې د کویټ د پلاوي د مشر بکس او د پیسو بکسه د پاکستان یوه لوړ پوړي مامور غلا کړي وو.

د جیو د راپور پر بنسټ کله چې پلټنه وشوه او د سي سي ټي وي کمرې ریکارډ‌ وکتل شو، معلومه شوه چې غلا د ضرار حیدر په نامه د ۲۰مې رتبې یوه جیګپوړي مامور کړې ده.

په ورته وخت کې د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په خپل وېب سایټ لیکلي، چې ښاغلی حیدر د پاکستان د پانګونې او د پانګونې د چمتو کولو د چارو سکرټر دی.

دغه ورځپاڼې ویلي، د اقتصادي چارو د څانګې افسر، غضنفر ګېلاني، له پولیسو څخه غوښتي چې په ښاغلي حیدر اېف آی آر کټ کړي، خو چارواکي په دې په غوسه دي چې په دې کار سره د پاکستان پزه پرې شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي