د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي پاکستان کې پر پښتنو غږ کړی، چې ټول دې د افغانستان پاسپورټ او تابعیت واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اڅګزي، چې پرون یکشنبې د تلې ۱۵ مه یې د ډیموکراسۍ د شهیدانو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله و ویل« زه خو یې نه شم جوړولی، زه به یې جوړوم ، زما د سیاست سره کار دی. خو تاسو ټول به د افغانستان پاسپورټ جوړوۍ.»
نوموړي زیاته کړه، چې دا ټوله ځمکه د پښتنو وطن دی او په دې خاوره به خامخا پښتونستان جوړېږي.
اڅکزي و ویل، دا چې نور پاکستانیان هم د دوه ملکونو تابعیت لري نو پښتانه هم دا حق لري، چې د دوه ملکونو تابعیت ولري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي«دیارلس لکه پاکستانیان د لندن پاسپورټ هم لري، چې پکې د اختر مینگل پلار هم شامل دی، تقریبا ٦ پاکستانیان د ترکیې پاسپورټ لري. همدغه ډول په لکونو کسان چې پکې د پاکستان پوځي جنرالان هم شامل دي، د کانډا تابعیت لري.
نوموړي ټینګار وکړ، هغه کسان چې په انتخاباتو کې برخه اخلي، د هغوي نه علاوه دې ټول د افغانستان پاسپورټونه جوړ کړي.
ښاغلي اڅکزي په پاکستان کې په هغو کړیو سختې نیوکې وکړی چې ځینې سیاستمدران په نښه کوي او ویې ویل، چې د حساب کتاب خلاف ندي خو ځینو کسانو په اربونو ډالرې غلا کړیدي او هغوي ته څه نه ویل کیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل