وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ټاکنو کې رایه اچوونکو او ټولو نوماندانو ته خبردارۍ ورکړی، چې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو په دغه اعلامیه کې ټاکنې یوه امریکایي پروسه بللې، چې په وینا یې د ولس د تېر ایستلو له پاره یې رامنځ ته کړې ده.
د طالبانو به اعلامیه کې ویل شوي، امریکایانو د ولس د تېر ايستلو لپاره د ټاکنو پروسه رامنځ ته کړې ده نو له همدې امله ولس ته په کار ده چې په دغه پروسه کې ګډون و نه کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، امریکایان پخپله دغه پروسه مدیریت کوي، د خلکو رایې ارزښت نه لري او د افغانستان له راتلونکې سره کومه مرسته نه شي کولی.
د دوی په وینا تېر پارلمان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ چې په دې توګه د زرګونه افغانانو وینې تویې شوې او دا کار له ملي ګټو سره په ټکر کې عمل و، نو له راتلونکي پارلمان هم د ښو تمه نه شي کېدلی.
د طالبانو مشرتابه پر خپلو وسله والو غږ کړی چې په ټول توان دې په خپلو سیمو کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي او دغه پروسه دې ناکامه کړي.
وسله والو طالبانو نوماندانو ته هم خبرداری ورکړی چې په دغه پروسه کې دې ګډون نه کوي، ځکه د افغانستان شرایطو ته په کتو ټاکنې نه شي ترسره کېدلی او امریکا خپل اهداف پالي.
طالبانو ځل بیا پر افغان ولس غږ کړی چې د امریکايي ځواکونو پر وتلو دې ټینګار وکړي او په وینا یې د هېواد ملي ګټې او خیر په همدې کې دی چې دغه ځواکونه له افغان خاورې ووځي.
افغان حکومت تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل