د امریکا د استازو مجلس رییس پال راین افغانستان ته راغلی او د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د قول اردو له قوماندان سره یې کتلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې راین پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی او د کابل د کابل د ریشخور په ګارنیزیون کې ځانګړو عملیاتو د کومانډو ځواکونو قوماندانۍ ته د خپل هیت سره یو ځای ورغلی و.
نوموړي د ځانګړو عملیاتو د قول اردو له قوماندان ډګر جنرال بسم الله وزیري سره د افغانستان د بیلا بیلو امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د پارلماني انتخاباتو د امنیت په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.
جنرال وزیري هم دغه امریکايي پلاوی ته د ځانګړو کومانډو ځواکونو د عملیاتو، ښوونې او روزنې، تجهیزاتو او او فعالیتونو په هکله معلومات ورکړي دي.
نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان د ځانګړو عملیاتو کومانډو ځواکونه د نړیوالو تروریستي ډلو په ماتولو کې مهم نقش ادا کړي.
پال راین هم د افغانستان او سیمې د ثبات او امنیت په برخې کې د افغان کومانډو ځواکونو د نقش او لاسته راوړنو ستاینه کړې ده.
ده ویلي، چې امریکا د پخوا په شان د افغانستان سره په مخلتفو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په ځانګړي ډول د تروریزم په ماتولو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ولاړه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل