سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند او بغلان ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ټول ولسي وګړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې پرون سه شنبې د تلې ۲۴ مه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د فضل الدین څلور لاري او دغه راز د بغلان ولایت د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې رامنځ ته شوې.
په هلمند ولایت کې چاودنه د ولسي وګړو په یوه لوکسل موټر شوې، چې د چارواکو په خبره څلور تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې قرباني یې ولسي وګړي شول، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د بغلان ولایت د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې چاودنه د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قومندان، رییس فیض الله کور ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي په دغه چاودنه کې د فیض الله په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
راپورونه زیاتوي، چې فیض الله مخکې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان و، خو اوس مهال یې کومه دنده نه درلوده.
د دې چاودنې مسؤولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هلمند