سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر ګزمه پلی ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې دوه ملکي افغان وژل شوي او درې بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده ویلي، دغه برید پرون چهارشنبې د تلې ۲۵ مه د دې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو ګزمه د تېرېدو په حال کې و، چې یوه پلي ځانمرګی بریدګر پرې برید کړی دی.
په ورته وخت د پروان د والي ویدا شهکار ویلي، چې برید د بګرام ولسوالۍ په سې دوکان سیمه کې شوی، چې له امله یې دوه ملکي افغان افغان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.
د هغې په وینا ټپي شوي کسان هم دوه افغان مېرمنې دي، چې د درملنې له پاره د بګرام هوايي اډې روغتون ته وړل شوي دي.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسؤولیت چا منلی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیست.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د میدان وردګ ولایت د بند چک ولسوالۍ د پنه بازار کې پر ملي ادرو هم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د ۷ سرتېري وژل شوي او د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال صافی ټپي شوی دی.
جمهورخبري آژانس:پروان