د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې د وژل شوي بنسټګر مولانا سمیع الحق مرستیال تښتول شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د سیمع الحق د زوی احمد الحق له قوله ویلي، چې د پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ګوند مرستیال احمدشاه اکوره بې درکه شوی دی.
که څه هم ویل کېږی، چې احمدشاه اکوړه تښتول شوی خو د سمیع الحق زوی ویلي، هغه تښتېدلی او په نامعلوم علت یې ځان پټ کړی دی.
نوموړي ویلي داسې شکونه هم شته چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال احمدشاه اکوړه د پاکستان استخباراتي ادارې د پلټنو له پاره نیولی او کوم ځای ته بېولی وي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې احمدشاه اکوړه شمال لوېدیځ لور ته له اکوړه خټک سیمې څخه لا درکه شوی دی.
په ورته وخت اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې ویلي، د مولانا سمیع الحق د مرستیال کورنۍ د هغه په لټون کې ده خو تر اوسه یې په موندلو نه دي بریالي شوي.
باید و ویل شي، چې پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې بنسټګر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار یې هم شهرت درلود د لړم میاشتې په ۱۱ مه نېته د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا د چړو په ګذارونو و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل