ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د مبارک میلاد ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې و ویل، چې د جوماتونو د ملا امامانو له پاره باید د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د هېواد د ټولو ولایتونو حج او اوقافو ریاستونو ته دنده وسپارله، چې د ټولو جوماتونو د ملا امامانو له پاره د کمپوټر زده کړو زمینه برابره کړي تر چې هغوی د نړۍ له تحولاتو خبر شي.
دغه راز جمهور رییس ټولو ولایتي ادارو ته دنده وسپارله، چې له دې وروسته خپلو ناستو ته د علماو شورا ریسانو وربلوي.
ولسمشر غني د حج او اوقافو وزارت څخه هم غوښتنه وکړه، چې وروسته له دې د حج فریضي له پاره د دیني عالمانو او جوماتونو د ملا امامانو ونډه مشخصه کړي او دغه راز د حاجیانو له پاره ښوونکي هم د جوماتونو له ملا امامانو څخه په دنده وګماري.
ښاغلي غني د میلادي نبي ص د مبارې ورځې په وینا په وینا کې و ویل، چې د اسلام د ستر پیغمر تر راتګ وړاندې نړۍ د جهالت، تیارو او جګړو کې ډوب و چې د ژوغورنې لپاره یې الله ج نبي کریم ص راولېږه، تر څو د خلکو تر منځ د ورورولۍ، سولې، دوستۍ او محبت تخم وشندي، چې همداسې یې و هم کړل.
ولسمشر زیاته کړه«هغه مهال که هم زموږ نبي کریم ص جګړې ته اړ کړل شوی موخه یې وژنه او د وحشت خپرول نه بلکې اصلاحات، ورولي، دوستي او محبت رامنځ ته کول و، ان هغه ص د خپلو سرسخته دښمنانانو پر وړاندې پوهېده، چې رسالت یې د خلکو تر منځ سوله ده نه جګړه»
هغه زیاته کړه، چې نبوي سیرت موخه سوله، ورورولي، محبت، علم او پرمختګ دی او د نړۍ ټول مسلمانان اړ دي، چې د خپل پرمختګ او ارام ژوند له پاره د نبي کریم ص سیرت او کړنلاره تعقیب کړي.
ښاغلي غني و ویل«موږ په خپله ټولنه کې تر بل هر وخت زیات دې ته اړتیا لرو، چې د خپل خوږ نبي سیرت ته متوجه و اوسو او زده کړه ترې وکړو، موږ باید په خپله ټولنه کې د سولې، اخوت کلتور پیاوړی کړو، له خسومت او دښمنیو سره مخه ښه وکړ، دا دې نبي ص د سیرت غوښتنه هم ده، موږ باید خپلو نسلونو ته دا زمینه برابره کړو، چې په جګړو او تاوتریخوالو کې نه وي، بلکې ښه ژوند او پرمختګ ولري.»
ولسمشر و ویل، چې هم په قرانکریم کې پر زده کړو ټینګار شوی او هم نبي کریم ص فرمایلي، چې له زانګو تر ګوره زده کړې وکړۍ، نو که خپل او د خپل هېواد پرمختګ او ښه ژوند غواړو نو باید د نبي ص سیرت ته پام وکړو او زده کړو ته مخه کړو.
د ښاغلي غني په وینا دا چې نن زموږ په هېواد کې جګړې دوام لري او له خلکو مو قرباني اخلي، د پرمختګ پر وړاندې مو خنډونه دي، د دې ټولو لامل دا دی، چې موږ د خپل پیغمر ص د سیرت څخه خبر نه یو او په دې برخه کې مو خپله ژمنه نه ده پوره کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل