ولسي جرګې د ترانسپورت او مخابراتو وزیران حمیدالله طهماسي او شهزاد ګل آریوبي استیضاح کړل خو دواړو د باور رایې تر لاسه او پر خپلو څوکیو پاتې شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې دغه دوه وزیران هم د ټولګټو چارو، عدلیې او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ویرانو په شان د بودیجې د کم لګښت له امله د استیضاح لپاره جرګې ته ورغوښتي وو.
د جرګې د نن چهارشنبې مرغومي ۵ مې په عمومي غونډه کې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس عظیم محسني و ویل، چې د نرانسپورت وزیر ۲۴ سلنه پرمختیايي بودیجه او د مخابراتو وزیر ۵۹ سلنه لګولې په داسې حال کې، چې دوی دواړو باید تر ۷۰ سلنه پورته دغه بودیجه مصرف کړې واي.
دواړو وزیرانو په خپلو خبرو کې د بودیجې د کم لګښت په اړه ستونزې او دلیلونه وکیلانو ته واورول خو وروسته د وکیلانو د قناعت او نه قناعت لپاره ورته د رایو صندوقونه کېښودل شول.
خو طهماسي په ۷۶ باور، ۵۹ رد او څلور سپینو رایو او د مخابراتو وزیر په ۷۷ باور، ۴۹ رد او څلور سپینو رایو په ترلاسه کولو سره بېرته د وکیلانو باور تر لاسه او په خپلو څوکیو پاتې شول.
باید و ویل شي، چې د همدې اونۍ له پیل راهیسې ولسي جرګې د ټولګټو چارو، عدلیې او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزیران، یما یاري، عبدالبصر انور سلامت عظیمي هم د بودیجې د کم لګښت له امله استیضاح کړي و خو درې واړه بېرته د باور رایه تر لاسه او وزیران پاتې شول.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني