سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې ترافیکي پېښې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
9 جدی 1397 ساعت 10:57
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومي ۸ مه د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په التمور سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، په یاده سیمه کې کرولا او هایلکس پیکپ موټرو ټکر کړی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هغه په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ و او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:لوګر
د مطلب کود: 111849
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111849/