لوګر کې ۱۰ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

23 جدی 1397 ساعت 12:46

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې ۱۰ زره کی کیلوګرامه چاوېدونکي توکي او وسلې نیولې دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې ۱۰ زره کی کیلوګرامه چاوېدونکي توکي او وسلې نیولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځانګړو ځواکونو تېره ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي.

د لوګر د امینه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، په دغه عملیاتو کې د ازرې ولسوالۍ په غوګیز سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه زېرمې ۱۰ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، ۵۳۰۰ کیلوګرامه چرس ډول نشه يي توکي او یوه عراد موټر د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، د یادو چاودېدونکو او نشه يي توکو او وسلو په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې دامهال تر پلټنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 112357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com