د لوګر د والي پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی

30 جدی 1397 ساعت 10:27

سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت د والي او د ملي امنیت د رییس په موټریز کاروان موټر بم برید شوی دی خو دوی دواړه ترې روان وتلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د لوګر ولایت د والي او د ملي امنیت د رییس په موټریز کاروان موټر بم برید شوی دی خو دوی دواړه ترې روان وتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د مرغومی ۳۰ مه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د سفید سنګ په سیمه کې شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدي د برید پخلی کړی خو ویلي یې دی، چې دغه موټر بم چاودنه وه، چې په کې والي انور خان اسحاقزي ته زیان نه دی اوښتی.

د هغه په وینا په برید کې د والي ساتونکو ته تلفات اوښتي، خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

بل خوا ځینې سرچینې وايي، دغه موټر بم ځانمرګی برید و، چې والي او د ملي امنیت رییس ته په کې زیان نه دی اوښتی خو ساتونکو ته یې تلفات اوښتي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لوګر


د مطلب کود: 112590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com