د هند او پاکستان تر منځ په هندي کشمیر کې له شوي برید وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ مخ په ډېرېدو دی، نو ځکه پاکستان ملګرو ملتونو ته یو لیک لېږلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هندي کشمیر کې د تېرې پنشنبې په ورځ یو خونړی ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۴ هندي سرتېري و وژل شول او ۴۶ نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هند په وینا دغه ډله او مشر یې په پاکستان کې دي او د دغه هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.
تر برید وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ګواښ وکړ، چې له پاکستانه به د دغه برید غچ اخلي او په نړیواله کچه به یې منزوي کوي.
د مودي تر خبرو وروسته هندي ځواکونو تر خپل واک لاندې کشمیر کې د پاکستان پولې ته نېږدې لوی پوځي مانورې پیل کړې.
له پوځي مانورو سره سم د د ارجنټاین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته ښاغلي مودي خبریالانو ته و ویل، چې پټه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول پخپله ترهګرۍ ته وده ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر برید وروسته د خبرو وخت ختم شوی او د دې وخت دی، چې هند د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.
د هند لومړي وزیر ویلي« د دې وخت را رسېدلی چې ټوله نړۍ د ترهګرۍ پر ضد یو موټي شي اوس هند نور د ترهګرو پر ضد له ګام اخیستو نشي په شا کېدلی او که داسې کوي نو دا به ترهګرۍ ته د ودې ورکولو په مانا وي.»
د هند د لومړي وزیر د دغه څرګندونو په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي که هند پر پاکستان برید وکړي، سمدستي به ځواب ورکړي.
عمران خان ویلي، د جګړه پیل اسان دی، خو ختمول يې بيا د يو سړي کار نه وي.
له دې سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د پاکستان او هند تر منځ د رامنځ ته شویو کړکېچونو په اواري کې مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش نه په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د هند لخوا پاکستان ته د متوجه ګواښ په اړه پاملرنه وکړي.
قریشي ویلي، دا ډېره اړینه ده چې ملګري ملتونه باید د رامنځته شوو اندېښنو په ختمولو کې هڅې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل