افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځوانانو یوې غونډې ته ویلي، چې اسلام آباد، مسکو او تهران د افغان ولسمشر د ټاکلو حق نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون جمعه د کب ۳ مه ماښام مهال په ارګ کې د لوی کندهار له ۴۰۰ ځوانانو سره په یوه غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د موقت حکومت طرحه له هېواده د باندې جوړه شوې او په افغانستان کې د پلي کېدو نه ده او نه به هم څوک اجازه ورکړي.
ولسمشر زیاته کړې هغه کسان چې د موقت حکومت طرحه وړاندې کوي، له خلکو ډارېږي او طرحه یې هم ناکامه ده.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې د افغانستان ولسمشر به افغان ولس ټاکي او د ده په وینا دا اسلام آباد، مسکو او تهران حق نه دی.
بل خوا ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د لوی کندهار ځونانو ته دا هم و ویل، هر هغه چا چې د لوی کندهار بچیان بېسواده ساتلي، دا یې له وطن سره لویه جفا کړې ده او دوی په تېرو کلونو کې د شوي ظلم جبران غواړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوه جلا کمېسیونونه دې په دوه اونیو کې د لوی کندهار د معارف او روغتیایي ستونزو د حل لپاره عملي وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
ښاغلي غني زیاته کړې چې پر کجکي بند د نوي کار په پایله کې چې نږدې راتلونکي کې به د ترکانو په پانګونه پیل شي، یو میلیارد مترمکعب نورې اوبه زېرمه او سل میګا واټه برېښنا به تولید شي.
ولسمشر ویلي، د کندهار دهلې بند ته هم امکانات برابر شوي او د نورو بندونو مطالعات ادامه لري او په راتلونکي کې به ۶۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوب او له دې سره به د غنمو له پلوه زموږ خودکفایي حتمي شي.
افغان ولسمشر ژمنه کړي، چې د لوی کندهار وچې او تازه مېوې به د لوی پکتیا د جلغوزیو په څېر نړیوالو بازاراونو ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل