ټاکل شوې د افغان سوداګریزه توکو د لېږد لپاره د هرات ولایت څخه هم هند ته یو هوايي دهلېز پرانستل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د صنایع او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، دغه دهلېز به راتلونکې اوونۍ پرانستل شي.
د هرات د صنایع او سوداګرۍ خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند ویلي، تمه ده چې له دغه لارې په لومړي ځل وچه مېوه هند ته صادره شي.
د هغه په وینا یاد توکي به چې بادام او پسته دي تر شاوخوا لسو ورځو پورې د هند خوا ته ولېږل.
احمد یارمند زیاتوي، که څه هم د هوايي دهلېز له لارې صادرات په لوړه بیه تمامېږي خو حکومت به د دغه صادراتو ۶۰ سلنه لګښتونه پر غاړه واخلي.
په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي د کارګو پروازونو پیل د صادراتو د ډېرېدو لپاره یو مثبت ګام دی او دا به پر پاکستان د ټرانزیت په برخه کې د افغانستان اتکا کمه کړي.
جمهورخبري آژانس:هرات