افغان حکومت یو ځل بیا د ملکي تلفاتو پر مخنیوي ټینګار کړی

7 حمل 1398 ساعت 17:07

د افغانستان ملي امنیت شورا یو ځل بیا په هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه غونډه کړې ده.


د افغانستان ملي امنیت شورا یو ځل بیا په هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه غونډه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره نن چهارشنبې د وري ۷ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسې د هرات، بلخ او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د مخنیوي پر جدې پلان جوړونې ټینګار شوی او په دې برخه کې اړوندو مسوولینو ته لازمې لار ښوونې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com