ملګري ملتونه:

کونړ کې د طالبانو او داعش جګړې ۲۳زره کورنۍ بې ځایه کړې

22 حمل 1398 ساعت 9:02

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، کونړ ولایت کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، کونړ ولایت کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د دغه دواړو ډلو د جګړې له امله ۲۳ زره کورنس بې ځایه شوي دي.

دغه ادارې زیاته کړې دا یو بشري ناورین دی، چې دوی یې اندېښمن کړي په ځانګړي ډول د هغه کسانو په اړه چې د جګړې په سیمه کې بند پاتې او د وتلو لار نه لري.

د اوچا مشرې ایان ریډلي وايي، هغو وګړو ژوند ته اندېښمنه ده چې لا هم د جګړو په سيمه کې بند پاتې دي، ځکه هغوی خوړو، روغتیا او د پوهنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې ویلي، له نږدې نيمايي کورنيو سره د يو شمېر موسسو په همکارۍ مرستې شوې او پاتې نورو ته به هم زمينه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دغه مشرې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

باید و ویل شي، چې په کونړ ولایت کې له تېرې څه مودې راهیسې داعش او وسله والو طالبان سره کېوتلي، چې دوی ته د مرګ ژوبلې تر څنګ عامو خلکو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي.

افغان چارواکي هم تاییدوي، چې په ننګرهار کې د داعش تر ماتې وروسته دغه ډلې کونړ او نورستان ته مخه کړې او هلته یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

له همدې امله څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله مجب او د کورنیو چارو امنیتي مرستیال خوشحال سادات دغه ولایتونو ته د امنیت جاج اخیستو په موخه ولاړ.

هغه مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ټینګار کړی و، چې کونړ کې به داعش ډله وځپي او سیمې به ترې پاتې کړي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 115333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com