د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لوګر ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې او له دغه ولایت څلور تنو ولسي جرګې ته لار کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون تېره شپه (د وري ۲۴مه) ناوخته مهال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر پایلې اعلان کړې دي.
د کمېسیون د اعلان سره سم، محمد خالد مومند، شاه پورخان حسین زی، محمد آصف نبي زی او هما احمدي له لوګر ولایته ولسي جرګې ته لار کړې ده.
باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه پورې د ۲۶ ولایتونو د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې، خو د کابل په ګډون د ۹ نورو ولایتونو پایلې لا هم نه دي اعلان شوي.
دغه کمېسیون څو ورځې وړاندې ویلي، چې روان اوونۍ په د یو شمېر نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي خو اوس یې یوازې د لوګر ولایت اعلان کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې پارلماني ټاکنې د تېر ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۲۸ مه او ۲۹ مه نېټه تر سره شوې خو لا هم د ټولو ولایتونو پایلې نه دي اعلان شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل