ملي دفاع وزارت په ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو جګړو د پیل خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د وري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جګړې په میدان وردګو، غزني، زابل، ننګرهار او بدخشان کې زور اخیستی دی.
سرچینه وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې پر دوه امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
دفاع وزارت وايي، سیمې ته نور اضافي ځواکونه هم لېږل شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه راز خبرپاڼه وایي، افغان ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې هم جګړه رامنځ ته شوې، چې لا هم دوام لري.
خبرپاڼه وايي، د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې هم نښته رامنځ ته شوې، چې لا هم دوام لري او سیمه ته تازه دمه ځواکونه لېږل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د ننګرهار په هسکه مېنه او د بدخشان د جرم ولسوالۍ د علي خېل په کلي هم افغان ځواکونه او وسله وال طالبان په جګړه کېوتي دي.
بل خوا دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د قندوز – خان آباد لویه لاره چې د طالبانو له خوا تړل شوې وه، بېرته خلاصه کړې ده.
دفاع وزارت د جګړو خبر ورکړی خو په دغه جګړو کې د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
په دغه ولایتونو کې جګړې پر داسې مهال زور اخلي، چې د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د الفتح په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل