د هېواد د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي پر وسله والو طالبانو غږ وکړو چې د ښوونځیو پر وړاندې خنډ نه شي او ویې نه تړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بلخي چې هرات ولایت ته په سفر تللی دغه څرګندونې تېره ورځ د یوې غوندې پر مهال وکړې او له طالبانو یې وغوښتل، چې ښوونځي بند نه کړي.
نوموړي و ویل، که وسله وال طالبان کوم وړاندیزونه لري نو له وزارت سره یې دې شریک کړي.
هغه زیاته کړه«موږ د افغانستان د معارف له ادارسه طالبانو او نورو هغه مخالفو ډلو ته چې د ښوونځیو د پرانیستو مخه نیسي، ګڼ شمېر پیغامونه ورکړي، چې د تعلیم او تربیې مخه دې نه نیسي او که سلیقوي وړاندیز و واوسي موږ کولی شو، چې په اړه یې خبرې وکړې.»
د پوهنې د سرپرست وزیر په وینا که څه هم تېر کال ۳۰۰ تړلي ښوونځي پرانستل شوي خو لا هم د هېواد په کچه ۴۰۰ نور لا تړلي دي.
ښاغلي بلخي و ویل، چې وزارت د ځايي قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب هڅه کوي، چې تړل شوي ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانستل شي.
جمهورخبري آژانس:هرات