پولیسو کابل کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول نیولی

9 ثور 1398 ساعت 9:28

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دغه استخباراتي طالب پرون یکشنبې د غوايي ۹ مه ماښام مهال د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، نیول شوی کس قدرت الله نومېږي او د کابل – کندهار پر لویه لار یې د افغان ځواکونو د اکمالاتي کاروانو د تګ راپورونه وسله والو طالبانو ته ورکول.

وزارت پر داسې مهال د کابل به کمپنۍ سیمه کې د طالب استخباراتچي د نیولو خبر ورکوی، چې د لویې مشورتي جرګې په خاطر یې خورا کلک تدابیر نیول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com