د حزب اسلامي مشر او ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، بهرنیان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ښکاره لاسوهنه کوي او په لوی لاس د رڼو او عادلانه ټاکنو مخه نسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حزب دفتر پرون سه شنبې د غوايي ۳۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې د یو شمېر جهادي مشرانو او پلویانو سره کتنه کې وکړې.
خبرپاڼې د حکمتیار له خولې ویلي، چې بهرنيان په افغانستان کي د ځواکمن حکومت، معتبر پارلمان او ملت شموله ګوندونو د جوړېدو مخنیوی کوي او د خپلې خوښې حکومت د جوړولو په لټه کي دي.
دغه راز هغه زیاته کړې، چې بهرنيان د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي ختمول او د قومونو جنګول غواړي او هڅه یې دا ده چي افغانستان د عراق او سوريې له برخليک سره مخامخ کړي.
نوموړي ویلي بهرنيان د افغانستان د جوړولو په فکر کې نه، بلکې د ورانولو په فکر کي دي، ځکه که دوی شفاف او عادلانه انتخابات غوښتلی، نو په هېواد کي موجوده بحران ډېر پخوا ختمېدلی شو.
د هغه په وینا يو وخت د څلورو انتخاباتو د يو ځای ترسره کېدو اصلي خنډ بهرنيان دي، په داسې حال کي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ځينې بهرنۍ کمپنۍ ورته بشپړ چمتووالی لري.
د حکمتیار اشاره د کمېسیون د مشرې نورستاني هغه څرګندونو ته ده، چې ویلي یې دي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ترې غوښتي، چې یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې وکړي خو نورستاني یې دغه وړاندیز رد کړی دی.
دی وايي، دې سره چې بهرنيان غواړي انتخابات مهندسي او پخپله خوښه د انتخاباتو پايلې اعلان کړي، خو دوی هڅه کوي چي په ټاکنو کي د تقلب مخه ونیسي.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړې د افغانستان د سترو ملي مسائلو په اړه يو اړخيز تصميمونه د جګړې د دوام لامل کېږي.
نوموړي تمه ښودلې، چې په هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي او واک ته د رسېدو لپاره یو څاحکی وينه توی نه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل