کونړ کې د افغان ځواکونو هوايي برید ۱۱ وسله وال وژلي دي

1 جوزا 1398 ساعت 12:24

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو پر پټنځای د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو پر پټنځای د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه «د غبرګولي ۳۱مه» د کونړ ولایت نورګل ولسوالې کې هوايي عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځایه په نښه او له منځه وړل شوی، چې په کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 116653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com