د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې محب د تېرې سه شنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د باجوه په رسمي بلنه اسلام آباد ته ولاړ.
هغه اسلام آباد ته په رسېدو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل او پر یو لړ مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړي.
که څه هم د دغه خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو ښاغلي محب ویلي له باجوه سره یې پر سوله او د سیمې پر ثبات خبرې وکړې.
ښاغلي محب په ټویټر لیکلي، دواړو لوریو موافقه وکړه چې ملي لومړیتوبونه باید له سیمهییزو لومړیتوبونو سره هغږي شي او ټولې هڅې د ګډو لاسته راوړنو لپاره وشي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاتوي چې پر دې ټینګار وشو چې تماسونه ادامه پیدا کړي، څو په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.
د یادونې ده، چې د ښاغلي محب له سفر او اختر وروسته ښایي ولسمشر محمد اشرف غني هم د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل