کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۸ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو تښتول شوی کس پرون د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره.
سرچینه زیاتوي، یاد کس ۸ ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له خوا د مرکز جلال آباد ښار له اړوند سیمو تښتول شوی وو.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته پولیسو پلټنې پیل کړ، چې په ترڅ کې یې تښتول شوی کس د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې وموندل شو.
خبرپاڼه وايي، د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه انسان تښتوونکي هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې هم د انسان تښتوونکو ډلې د یوه مشر د وژل کېدو او څلورو ملګرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
وزارت وايي، له دغه کسانو یې څلور تښتول شوې مېرمنې هم راخوشې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل