سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د چنګاښ شپږمه سهار شاوخوا نهه بجې د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، موټر د سړک څخه تر وتلو وروسته سیند ته لوېدلي، چې له امله یې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت په تازه معلوماتو کې ویلي، سږ کال د جګړې په پرتله د ترافیکي پېښو قربانیان زیات و.
جمهورخبري آژانس:بدخشان