ولسمشر غني د عبدالسلام رحیمي پر ځای فیض الله کاکړ د خپل دفتر د رییس په توګه ټاکلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې سره سم فیض الله کاکړ په خارج رتبه بست کې پر دغه دنده ګمارلی دی.
د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د همدې مادې پر اساس د ولسمشر د دفتر د رییس په توګه د فیض الله کاکړ ټاکنه ورته منظوره ده.
باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي و، خو هغه پرون د ولسمشر د حکم سره سم د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه وټاکل شو.
بل خوا محمد کبیر حقمل د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه ټاکل شوی دي.
جمهورخبري آژانس:کابل