سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهو آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه سهار مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چاودنه د پولیسو په رېنجر موټر پسې د مقناطسي ماین له امله د کابل اډې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو هم ځانمرګی برید وشو او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، برید د یوه هلک له خوا د ملک تور د زوی د واده په مراسمو شوی، چې له امله یې د ملک تور او دریو زامنو په ګډون یې پنځه تنه وژلي او تر ۴۰ پورې ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار