د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، هند په افغانستان کې د امریکايي ماموریت او د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې ملاتړ ته دوام ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت دغه څرګندونې د امریکا کانګرېس ته په لېږلي راپور کې کړې او هند یې په سیمه کې د امریکا ښه ملګری یاد کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې هند د امریکا د ښه ملګري په توګه په افغانستان کې د امریکا له ماموریته خبل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
راپور دا هم ویل شوي، چې هند په افغانستان کې د ترهګرو د مخنیوي او د پاکستان د نفوذ کمولو په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته تیار دی.
د پنټاګونو په راپورکې ټینګار شوی، چې هند به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې په برخه کې هم مالي او نورې مرستې وکړي.
د یادونې ده، چې امریکا وړاندې هم هند په سیمه کې ښه ملګری یاد کړی او تایید کړې یې ده، چې دغه هېواد به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او امریکایي ماموریت په برخه کې مرسته کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل