د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینت فرانک مکنزي وایي، له افغان ځواکونو سره به د امریکا د پوځ مرستې دوام ولري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مکنزي دغه څرګندونې نن شنبې د چنګاښ ۲۹ مه کابل کې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه او خبرو کې کړې دي.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دې لیدنه کې چې سپېدار ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو په روانو امنیتي مسایلو، د سولې خبرو، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو او سیمه ییزه مسایلو خبرې اترې وکړې.
سرچینه وایي، ښاغلي عبدالله له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې او ویې ویل، چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې دي.
د هغه په وینا افغان ځواکونو نه یوازې د طالبانو په خپلو پلانونو کې ناکام کړي، بلکې هغوی ته یې د جګړې په ډګر زیات تلفات هم اړولي دي.
عبدالله په خپلو خبرو کې د ترهګرو چې په افغانستان کې جګړه کوي، امن پټڼځایونو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې د افغانستان دوستان او نړیواله ټولنه باید دغه موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
خبرپانه وایي، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکنزي هم د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو مېړانه وستایله او د هغوی ښوونې روزنې او ظرفیت له لوړېدو یې خوښي وښوده.
جنرال کینت فرانک مکنزي ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له افغان ځواکونو سره به د امریکا د پوځ مرستې دوام ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل