د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان ته د افغان ځواکونو ژمنتیا او زړورتوب حد نه لري او هر ډول قرباني ته چمتو دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې له افغان پوځیانو او د پوځ له یو شمېر ټپیانو سره تر لیدنې وروسته په خپله ټوېټر پانه کړې دي.
خلیلزاد ویلي، چې د افغان سولې په تړاو یې د افغان پوځیانو او د پوځ له ټپیانو سره له نېږدې کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان پوځ د سولې له هڅو هر کلی او ملاتړ کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان لپاره د افغان ځواکونو وفاداري او زړورتیا حد نه لري او دوی د خپل هېواد لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
خلیلزاد د د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون خوځښت په مرکزي دفتر پرونی برید په کلکو ټکو غندلی ویلي یې دي، د دغه ډول ترهګریزو بریدونو عاملین باید محاکمې ته راکش کړل شي او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د یادونې ده، چې د امرالله صالح په دفتر پرون څلور ځانمرګو بریدګرو برید وکړ، چې نوموړی ترې روغ رمټ و وت، خو ۲۰ تنه نور و وژل شول او ۵۰ ټپیان شوي دي.
له برید سره سم افغان ځواکونه سمیې ته ورسېدل ۱۵۰ ته یې وژغورل او تر ۴ ساعته جګړې وروسته یې درې نور بریدګر له منځه یووړل.
جمهورخبري آژانس:کابل