د امریکا د استخباراتو مشر دنده پرېږدي

7 اسد 1398 ساعت 11:53

ټاکل شوې د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس له خپلې دندې سره مخه ښه وکړي او د ټرمپ له ادارې ووځي.


ټاکل شوې د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس له خپلې دندې سره مخه ښه وکړي او د ټرمپ له ادارې ووځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، کوټس به د اګست په نیمايي کې دنده پرېږدي.

ټرمپ به یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د ښاغلي کوټس پر ځای به په کانګرس کې د تکزاس استازی جان راټکلېف وټاکي.

د ولسمشر ټرمپ او ښاغلي کوټس تر منځ وخت ناوخت د روسیې او شمالي کوریا پر سر د نظر اختلافونه وو او ښايي همدا د دې سبب شوي، چې نوموړي له خپلې دندې لاس په سر شي.

کوټس په خپل استعفاليک کې ویلي، د امریکا استخباراتي ټولنه په تېرو دوه نیمو کلونو کې، چې د هغه سروکار ورسره و، له پخوا ډېره پياوړې شوې ده.

هغه زیاته کړې«بالاخره اوس په دې باور یم او د دې وخت را رسېدلی چې په خپل ژوند کې نوی څپرکی پرانیځم.»

نوموړي په فبرورۍ مياشت کې ویلي وو، ولسمشر ترې غوښتي چې په خپل پوست کې پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 118847

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118847/

جمهور
  https://www.jomhornews.com