د افغان حکومت اجرائیه رییس کابل کې د امریکا او ناروې د سفیرانو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست نن چهارشنبې د زمري ۹ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلي عبدالله له جان باس او کيجلتورمود پیټرسن، د افغانستان په روان امنیتي وضعیت، سولې او ولسمشریزه ټاکنو خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوی، چې د امریکا له سفیر جان باس سره لیدنه کې دواړو لورو د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو او د هېواد پر وروستي سیاسي او نظامي وضعیت خبرې اترې کړې دي.
دغه راز ښاغلي عبدالله د ناروې سفیر کيجلتورمود پیټرسن سره کتنه کې د ناروې هېواد له هر اړخیزو مرستې مننه کړې او د سولې برخه کې یې د دې هېواد رول مهم بللی دی.
په کابل کې د ناروې سفیر کيجلتورمود پیټرسن ویلي چې هېواد یې د افغان سولې د مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی.
نوموړي ډاډ ورکړی دی چې هېواد یې په هر اړخیزه توګه له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته تیار دی.
جمهورخبري آژانس:کابل