د ملي امنیت لوی ریاست وایي، پلازمېنه کابل کې یې د داعش په دریو مرکزو عملیات تر سره کړي او له منځه یې وړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت له نورو ځواکونو سره په همغږۍ د داعش پر دې مرکزونو تېره شپه عملیات پیل کړي و، چې نن چهارشنبې د زمري ۱۶ مه سهار پای ته رسېدلي دي.
ملي امنیت ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عملیات د کابل ښار په اتمې، پنځلسمې ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر دریو مرکزونو تر سره شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې دوه داعش ځانمرګي له منځه وړل شوي، یوه اندازه درنه وسله، د موټر بم جوړولو وسایل، ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او چسپکي ماینونه هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د داعش یاد کسان په کابل ښار کې د بریدونو تر سره کولو په هدف په یادو درې ساحو کې په موټر بم او د ځانمرګو واسکټونو په جوړولو بوخت وه چې له منځه یووړل شول.
ملي امنیت زیاتوي چې د یادو عملیاتو پرمهال د افغانستان د ملي امنیت او پولیسو قطعې درې ځانګړي سرتېري هم وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست روانه اونۍ په کابل ښار کې د داعش ډلې د ځانمرګو بریدګرو د انتقالونکي د نیول کېدو خبر هم ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل