د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال او پوځي شنونکي جک کین ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوګړه به بله اوونۍ کې لاسلیک شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي له فاکس نیوز سره خبرو کې زیاته کړې دواړه لوري د ۱۸ کلنې جګړې پای ته رسولو ته نېږدې شوي او راتلونکې اوونۍ به دا تړون لاسلیک شي.
د هغه په وینا د یادې هوکړې له مخې به تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې امریکا خپل ۱۴ زره ځواکونه له افغانستانه باسي، خو مقابل کې به یې طالبان واشنګټن ته ضمانت ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ۱۱ سپمټبر د پېښو په څېر د امریکا ضد ونه کارول شي.
هغه د اټکل په ډول ویلي، چې کېدی شي امریکا د القاعده د ګواښونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې له ۸ تر ۹ زرو پورې سرتېري وساتي.
نوموړي ویلي وېره ده، چې د امریکا تر وتلو وروسته به القاعده او نورې ترهګرې ډلې به په دغه هېواد کې اډې او مرکزونه جوړ کړي، نو ځکه د ځواکونو ساتل اړین دي.
جنرال کین وايي، که څه هم د افغانستان جګړه قیمته وه، خو د دې ارزښت یې درلود چې دومره پيسې د افغانستان په جبهه کې د امریکا د ژغورنې لپاره ولګول شي.
دغه پخواني امریکايي جنرال پر امریکا غږ کړی، چې د وتلو په اړه دې بېړه نه کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه دې ځان ډاډمن کړي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو لپاره د قطر په لور خوځېدلی.
خلیلزاد ویلي، خبرو ته چمتو دی او هیله لري طالبان هم چمتوي وي او پاتې مسایل حل او یوه توافق ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل