کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان مرکز پلخمري ښار د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او طالبان د تېښتې په حال کې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو وړمه شپه تر قندوز وروته د بغلان مرکز پلخمري ښار باندې هم له دریو خوا بریدونه وکړل.
راپورونه وايي، افغان ځواکونو پرون په طالبانو مرګوني بریدونه وکړل، خو بیا هم تېره شپه د دواړو لورو ترمنځ شدیده جګړه روانه وه.
پلخمري کې خبریالان وایي، لا هم ښار ته تللې لارې تړل شوې او جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته دي.
خو کورنیو چارو وزارت وايي، د پلخمري جګړه کابو شوې، طالبان له ماتې سره مخ او د تېښتې په حال کې دي.
یاد وزارت وايي، ښار ته تازه دمه ځواکونه هم رسېدلي، چې پر طالبانو یې فشارونه زیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت د خپرپاڼې په وینا جګړه کې تر اوسه ۲۱ طالبان وژل شوي، ۱۳ ټپیان او ۸ ژوندي نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د افغان ځواکونو او ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل