د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ دوه مهم غړي علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان د هري پور زندان څخه آزاد شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې علي وزیر او داوړ له تېرو دریو میاشتو راهیسې د هري پور په زندان کې و، چې پرون جمعه په ضمانت راخوشي شوي دی.
دواړو مشرانو له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلویانو ته و ویل، که پښتانه په هره چاره کې همداسې اتفاق وکړي، لکه د دوی په خلاصون کې نو د ټولو پښتنو ستونزې به یو په بل پسې هوارې شي.
علي وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د پښتنو د حقونو په دې مبارزه کې که د سر قرباني هم ترېنه وغوښتل شي، چمتو دی، چې قربان یې کړي.
د یادونې ده، چې علي وزیر او محسن داوړ د شمالي وزیرستان په خر کمر سیمه کې پر امنیتي پوسته د وسله وال برید او چاودنې تور پورې شوی وو.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د وزیر او داوړ مدافع وکیلانو پر هغوی لګول شوي تورونه په کلکه رد او ویلي یې و، چې دا تورونه حقیقت نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل