د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوهم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړی او په ورته وخت کې کمېسیون د رایو د بیا شمېر پروسه درولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون یو غړی اورنګزیب وايي، له اتو زرو څخه د زیاتو رایو د شمېرنې پر سر د جنجال له کبله د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډول شوی دی.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون هم نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د رایو د بیا شمېرنې پروسه درولې ده.
د کمېسیون په اعلامیه کې ویل شوي، د ځینو انتخاباتي ټکټونو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو اعتراضونو ته د رسېدو په خاطر د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې، چې تر بیا ځلي هدایت پورې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د بیا شمېر پروسه ودروي.
په اعلامیه کې راغلي، چې له دغه امر څخه هغه محلونه، چې د رایو صندقونه یې خلاص او دا مهال تر شمال او تفتیش لاندې دي مستثنا دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه د ټاکنو خپلواک کمېسیون سبا پنشنبې د لړم ۲۳ مه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
خو له هغې وروسته چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د نبیل ټاکنیزو ټکټونو د ۸ زره څخه زیاتو محلونو د رایو د بیا شمېر پر پروسه نیوکه وکړه، کمېسیون دغه تازه پرېکړه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل