ولسمشر محمد اشرف غني په کانونو او پټرولیم وزارت کې د پراخو اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کړی وایي، باید د کانونو د غیر قانوني استخراج مخیوی وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په همدې تړوا پرون چهارشنبې ماښام په ارګ کې د ولسشمر په مشرۍ غونده جوړه او په کې د کانونو او پټرولیم وزارت وضعیت وارزول شو.
خبرپاڼه وایي، په دغه ناسته کې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د بنیادي تغیراتو پر راوستو خبرې وشوې او ولسمشر و ویل، چې دغه وزارت باید د هېواد د عوایدو پر مهمه عایداتي سرچینه بدله شي.
سرچینه زیاتوي، ناسته کې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اصلاحاتو د سترې برنامې د تطبیق په اړه چې د دغه وزارت د لار نقشې په چوکاټ د ولسشمر د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، ټینګار وشو.
دغه راز خبرپانه وايي، د وزارت پر تشکیلاتو بحث وشو او څرګنده شوه چې باید د کانونو په برخه کې متخصصین ولرو، د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او علمي پوهه باید لوړ شي.
همدارنګه په دې ناسته کې ټینګار شویو چې د وزارت د عایداتو پلان دې ترتیب او هیواد د کانونو په ځانګړي ډول د مرمرو او رخام، تیلو او ګازو، قیمتي ډبرو، مسو، کرومایتو او نورو کانونو پر استخراج لازیات تمرکز وشي.
ولسمشر ویلي« موږ باید د هېواد د هر کان د استخراج، تولید او عوایدو زیاتولو ته مشخصه طرحه ولرو او باید د کانونو انکشاف د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زموږ اصلي لیدلوری واوسي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې تفحصاتو ته دې پاملرنه وشي، ظرفیتونه دې زیات شي چې د کانونو د معیاري استخراج په برخه کې موثر پایلې ترلاسه شي.
ولسشمر ټینګار کړي، چې، باید د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وشي او د تیلو او ګازو د وارداتو او صادراتو بېلانس دې ترتیب شي چې د تیلو او ګازو او د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلو.
دغه راز ښاغلي غني په قراردادونو کې پر واضح ارزونې ټینګار وکړ او وې ویل، کانونه باید د ملي یووالي وسیله شي او په هر اقتصادي زون کې به پر کانونو پانګونه وکړو.
ولسمشر ویلي دوی برنامه محوره کانونو او پترولیم وزارت غواړي، د امریکا د جیولوجي سروې لپاره دې اقتصادي پلان جوړ او باید د منابعو د مدیریت په موخه اساسي تهداب رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل