د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د همګټو هېوادونو د امنیتي مشرانو په غونده کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون چهارشنبې د لړم ۲۰ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې شوې، چې په کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم وینا کړې ده.
ښاغلي محب په دغه غونده کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت غږېدلی دی، خو د خبرو جزیات یې لا نه دي په ډاګه شوي.
په ورته وخت کې د همګټو هېوادونو ویباڼې ویلي، د دې سازمان د ملي امنیت شورا مشرانو پر هغو تهدیدونو او امنیتی خطرونو خبرې وکړې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ورسره مخامخ کېدلی شي.
په یاده غونډه کې د همګټوهېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا هم خبرې شوي، ترڅو په اغېزناک ډول د غړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیت او تګ راتګ مخنیوی وکړي.
د قزاقستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون د بهرنیو ګواښونو او همدا راز د سوریې او افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپوټ نورو ته وړاندې کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل