د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت: دوه نیم میلیون وګړو سره بېړنۍ مرسته کوو

3 قوس 1398 ساعت 13:42

د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت وایي، په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ۲.۵ میلیونه وګړو سره بېړنۍ مرستې وکړي.


د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت وایي، په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ۲.۵ میلیونه وګړو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دوی تر اوسه پورې ۲.۵ میلیونه اړم وګړي تثبیت کړي، چې ډېر ژر به ورسره د مرستو کولو لړۍ پیل شوې ده.

د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دا مهال ۲.۵ میلیونه وګړو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او دغه وزارت په پام کې لري، چې ۸ سوه زره نورو کسانو ته هم دغه مرستې ورسوي.

نوموړی وایي، دوی دا مهال له طبعي پېښو څخه د زیانمن شویو کسانو لپاره ۳۰ میلیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۲.۶ میلیون وګړي په بېړنۍ توګه خوراکي توکو ته اړتیا لري.

اوچا په دې راپور کې ویلي، په افغانستان کې په تېرو دریو میلادي میاشتو کې له هر دریو وګړو یو تن یې د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ دی.

د راپور پر بنسټ دا مهال ۱۲.۶ میلیونه افغانان په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري، خو له روانې میاشتې تر راتلونکي پسرلي پورې ښايي دغه شمېر ۱۳.۹ میلیونو ته لوړه شي، چې ۳ میلیونه به یې په بېړني یا ایمرجنسي وضعیت کې وي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر زیاتوي، چې په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت سخت دی او له دې امله خلک د خوراکي توکو د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

دغه ااره وایي، په خلکو کې د لوږې او د قحطۍ د زیاتېدو نور اساسي عوامل ډېرو خلکو ته د کار نشتوالی، طبیعتي افتونه او د خوراکي توکو د نرخونو لوړېدل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، په راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال کې به وضعیت له ستونزو ډک وي خو دوی هڅې کوي چې تر ټولو اړو خلکو ته بېړنۍ مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


د مطلب کود: 122478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com