په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یماموتو د افغان جګړې پر ښکېلو ډولو لوریو غږ کړي، چې د سولې لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یماموتو دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۴ مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې پر روانو امنیتي حالاتو او سولې خبرې کړې او د یوناما مشر ویلي، چې افغان جګړ یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.
ښاغلي یماموتو ټینګار کړی، چې ټول ښکېل لوري باید نرمښت وښي او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د یوناما مشر د ملي امنیت شورا سلاکار سره خبرو کې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو وروستۍ برید هم د اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب له نوموړي سره غمرازي شریکه کړې او ژمنه یې وکړې، چې د برید په اړه به څېړنې کېږي او عاملین به یې نیول کېږي.
د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې پلازمېنه کابل کې د یوناما په یوه موټر د لاسي بم برید وشو، چې په کې د یادې ادارې یو بهرنۍ کارکوونکی و وژل شو او پنځه ملکي وګړي ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل