۰

د سولې په اړه د غني او کرزي اختلاف مشرانو جرګه اندېښمنه کړې

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۸
مشرانو جرګې د سولې پروسې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او مخکني ولسمشر حامد کرزي تر منځ په اختلاف اندېښنه وښوده.
د سولې په اړه د غني او کرزي اختلاف مشرانو جرګه اندېښمنه کړې
مشرانو جرګې د سولې پروسې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او مخکني ولسمشر حامد کرزي تر منځ په اختلاف اندېښنه وښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې لیندۍ ۵ مې په غونده کې و ویل، چې د سیاسي مشرانو تر منځ اختلافاتو د هېواد ملي او لوړې ګټې له خطر سره مخ کړې دي.

هغه د ولسمشر غني او کرزي تر منځ اختلاف ته په اشارې و ویل، په داسې حال کې، چې د افغانستان خلک د سولې په برخه کې ملي اجماع ته اړتیا لري او ملي ګټې مطر دي، نباید چې دغه ډول اختلافات رسنیو ته راووځي.

د هغه په وینا سیاسیون باید اختلافات خپل تر منځ حل کړي تر چې د هېواد ملي ګټو ته زیان نه ورسېږي.

د جرګې بل غړي رحمت الله اڅکزي هم تایید کړه، چې د ښاغلي غني او ښاغلي کرزي تر منځ د سولې پر سر شدید اختلافات دي او هغوی باید ملي ګټو ته په پام سره دغه اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړې و ویل، چې مخکنی ولسمشر حامد کرزی ۱۴ کاله د حکومت په راس کې و، چې د سولې له ټولو مسایلو څخه ښه خبر دی او ښاغلی غني یې باید نیوکو ته احترام وکړي.

اڅکزي ټینګار وکړ، چې ولس نور د سیاسیون تر منځ د اختلافاتو توان نه لري او دوی باید خپل اختلافات په تفاهم سره حل کړي.

مشرانو جرګه دغه اندېښنه پر داسې مهال ښيي، چې پرون ښاغلي کرزي په یوه خبري ناسته کې و ویل، ده غوښتل د چین په بین الاافغاني ناسته کې کډون وکړي، خو ولسمشر غنی ترې هیله وکړه، چې په دغه ناسته کې کډون ونه کړي، چې په وینا یې ده هم خپل نوم له لېست څخه لرې کړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي